ولسمشر غني د یو لوپوړي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته تللی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه د نومبر پر۱۹مه«لړم۲۸مه» د لوړ رتبه پلاوي سره نن سهار څه باندې اته بجې جلال اباد ته ورسېد.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي، چې ښاغلی غني د ننګرهار ولایت د عمومي وضعیت ارزولو په موخه دغه ولایت ته تللی دی.
ارګ همدارنګه ویلي، چې ولسمشر غني به د یاد سفر پرمهال د ننګرهار ولایت ملکي او نظامي مسؤلینو، قومي مشرانو او متنفذینو سره وګوري.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي هم امریکا غږ ته وویل، چې ولسمشر به له پاڅون کوونکو سره هم جلا_جلا غونډې وکړي.
ولسمشر غني پر داسې مهال ننګرهار ته سفر کوي، چې تېره اونۍ شااوخوا ۶۰۰ داعش وسله وال له خپلو کورنیو سره افغان پوځ ته تسلیم شول.