شاته

ایران او پاکستان روان کال څه باندې ۴لکه افغان کډوال ایستلي ـ راپور

د کډوالۍنړیواله اداره یا «IOM» وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا د اکتوبر تر وروستۍ نېټې پورې له ایران او پاکستان څخه څلور لکه ۲۶زره او ۵۶۹ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان وايي، په روان کال کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۴لکه ۸زره ۳۵۱ تنه کېږي له ایران څخه ایستل شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د جمعې په ورځ د «د نومبر پر۱۵مه» پخپل راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ څخه بیا تر دا مهاله دوه لکه ۲۹زره او ۳۶۵ افغان کډوال له ایران څخه په زوره ایستل شوي او یو لک۷۸زره ۹۸۶تنه نور پخپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

راپور وايي، چې د تېرو درې اونیو راپدېخوا بیا د نومبر میاشتې تر نهمې نټې پورې۱۱۷۱۹افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي، چې ۶۱۶۶ تنه یې پخپله خوښه او پاتې ۵۵۵۳تنه یې په زوره ایستل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر دا مهاله له پاکستان څخه هم ۱۸زره ۲۱۸تنه افغان کډوال وتلي، چې ۱۵۶۶۷ تنه یې په خپله خوښه او ۲۵۵۱ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.

د یاد راپور له‌مخې د روان کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله له ترکیې څخه ۲۲زره ۷۲۳ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ۴۴۸ یې په داوطلب او پاتې ۲۲۲۷۵ نور یې په زور ایستل شوي دي