شاته

د کینیا جمهور رئیس: تر ۲۰۲۲ کال پورې 'د نجونو سنتولو' ستونزه پای ته رسوو

د نفوسو او پراختیا کنفرانس نن سه شنبې (نومبر ۱۲مه) د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې ترسره شو.

د نړۍ له شاوخوا سلو هېوادونو تر څلورو زرو ډېر ګډونوال د افریقا په ختیځ کې سره راټول شول ترڅو د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو پر وړاندې تبعیضي چلند ته نه ووايي.

د نفوسو او پراختیا نړیوال کنفرانس ګډونوالو د تاوتریخوالي او تبعیض پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو هرکلی وکړ.

په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق رئیسې نتالیا کانم له بین المللي پراختیا سره د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض لمنځه وړلو پر تړاو خبرې وکړې. هغې وویل: "ترڅو د نړۍ ټولې ښځې او نجونې له مساوي حقونو برخمن نه شي، امکان نه لري چې د ملګرو ملتونو د پایدارې پراختیا هدف ته ورسېږو."

د ملګرو ملتونو سازمان مرستیالې امینه محمد د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کمېدو په برخه کې له لاسته راوړنو او د هغوی د ژوند وضعیت ښه کېدو ستاینه وکړه.

هغې وویل: "راځئ د هغو لاسته راوړنو لپاره چې موږ په تېرو ۲۵ کلونو کې درلودې، ځان ته مبارکي ورکړو."

امینه محمد معاون سازمان ملل متحد
امینه محمد معاون سازمان ملل متحد

د ملګرو ملتونو سازمان مرستیالې زیاته کړه: "هدف ته د رسېدو اوږده لاره مو پرمخ پرته ده."

خو ښکاري چې لا هم په ډېر شمېر افریقايي هېوادونو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده.

د کینیا جمهور رئیس اوهورو کنیاتا په دې برخه کې ځینو ستونزو ته اشاره وکړه او د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض راټیټولو لپاره د خپل دولت ژمنه اعلان کړه.

هغه وویل: "د نړۍ په کچه له هرو پنځو ښځو یوه یې له تاوتریخوالي سره مخامخ ده. هره ورځ له ۳۳ زرو ډېرې نجونې تر ۱۸ کلنۍ وړاندې واده کېږي. په کینیا کې ۲۳ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنۍ وړاندې ودول کېږي. موږ ژمنه کوو چې د کم عمره نجونو ودونه پای ته رسوو."

د کنیا ولسمشر په خپل هېواد کې د ښځو د حقوقو په برخه کې له شویو پرمختګونو ستاینه کوي، خو یوې بلې ستونزې ته اشاره کوي، د نجونو سنتول یا د تناسلي الو غوڅول. دی وايي، هېواد یې ژمن دی چې تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې دا ستونزه هم حل کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، نږدې ۲۰۰ میلیون نجونو او ښځو په ۳۰ افریقايي، منځني ختیځ او اسیايي هېوادونو کې خپلې تناسلې الې له لاسه ورکړي او یا یې هم یوه برخه پرې شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د نجونو د تناسلي اعضاوو غوڅول د بشر حقوقو نقض بولي.

د نفوس او ټولنې تر نوم لاندې دې نړیوال کنفرانس کې د افغانستان یو شپاړس کسیز پلاوي هم ګډون کړی و. دې پلاوي کې د حکومت لوړ پوړي چارواکي، د پارلمان او مدني غړي او ځوانان شامل وو.

خو د افغانستان لپاره د دې کنفرانس اهمیت په څه کې دی؟

نسرین اوریاخیل
نسرین اوریاخیل

د افغانستان د ډاکټرانو ټولنې ريیسه نسرین اوریاخېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا کنفرانس ځکه د افغانستان لپاره مهم دی چې د نړیوالې ټولنې غړی دی. دا ځکه د افغانستان لپاره مهم دی چې افغانستان باید د نړۍ د ستونزو په اړه پوه وي او په کې ګډون ولري. دا مهمه ده چې موږ زده‌کړو چې ولې نورو پرمختګ کړی، موږ وروسته یوو یا هم موږ ولې پرمختګ کړی او نور له ستونزو سره مخ دي. "

ددغه کنفرانس یوې بلې ګډونوالې سیما سمر وویل: "په افغانستان کې له ټولو ستونزو سره سره، موږ انکار نه کوو چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی ډېر شوی، خو د روغتیا وزارت دا شمېرې چې له هرو ۱۰۰ زرو نویو زېږېدلو ماشومانو ۱۶۰۰ یې خپل ژوند له لاسه ورکوي، واقعیت نه لري او یوې سروې ته اړتیا ده. تعلیم ته لاسرسی ډېر شوی، خو کیفیت یې ټیټ دی. له ښځو سره د تاوتریخوالي کمېدو په برخه کې هم ځیني کارونه شوي، لکه له ښځو سره د تاوتریخوالي منع کولو قانون."

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ رئیسه سیما سمر
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ رئیسه سیما سمر

که څه هم رسمي شمېرې ښيي چې د روغتیايي خدمتونو په ښه کېدو سره د مېندو او ماشومانو په مړینه کې کموالی راغلی، خو د ملګرو ملتونو د بخښنې نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې اوس هم په افغانستان کې ۸۷ په سلو کې ښځې بې‌سواده دي. ۷۰ تر ۸۰ سلنې ښځې په خپله خوښه واده نه کوي او یو زیات شمېر نجونې هم له شپاړس کلنۍ وړاندې ودېږي.