شاته

کندهار کې پر ۸۰۰ جريبه ځمکه پنبه کرل شوې

له کلونو وروسته یو ځل بيا د کندهار ولايت کروندګرو د پنبې کښتونو ته مخه کړې ده.

د کندهار د کرې ریاست د معلوماتو پر اساس په دغه ولایت کې سږکال پر ۸۰۰ جريبه ځمکه پنبه کرل شوې ده.

کروندګر د پنبې سږنی حاصل زيات ګڼي، خو وایي که دولت ورسره د کرنيزو افاتونو په مخنیوي او د مارکيټ په پيدا کولو کې مرسته وکړي د پنبې کښت ته به ګڼ نور کروندګر هم مخه کړي.

د اختر محمد په نامه يوه کروندګر وويل: ”د کندهار هوا د پنبې لپاره ډیره مناسبه ده او ښه حاصلات ورکوي. سږ کال د تیر کال پرتله ډیر حاصلات شوي او که دولت د اوبو د زیاتوالي غم وخوري نور خلک به هم پنبه وکري.

د کندهار د کرنې رئیس هم په دې ولایت کې د پنبې د سږ کال توليد هيله بخښونکی بولي او وایي، چې د پنبې د کښت په برخه کې عمده ستونزه د اوبو کمښت دی، چې د دهلې د بند د پروژې په عملي کېدو سره به دا ستونزه حل شي.

د کرني رئیس سيد حفیظ الله سيدي ازادۍ رادیو ته وویل چې دا مهال د کندهار ټوله پنبه په ۱۷ توليدي فابريکو کې تر پروسس وروسته پاکستان ته صادریږي او له دغه هېواد سره په دې برخه کې مخکنی ستونزې هم هوارې شوې دي.

هغه زياته کړه: ”په تیرو کلونو کې د پنبې کرلو ته توجه نه کیدله خو خوشبختانه په دې ورستیو دوو- درېيو کلونو کي ډیرو بزګرانو توجه ورته کړې، دغه راز دلته په کندهار کې د پنبې د پروسس فابریکې هم ډېرې شوې او د کندهار ترڅنګ د ګاونډیو ولایتونو پنبه هم دلته راځې او په همدې فابریکو کې پروسس کیږي .“

په جنوبي حوزه کې ، چې د پنبې د حوزې په نوم شهرت لري په وروستیو کلونو کې د وچکالیو له امله له دغه کښت څخه زيات کروندګرو لاس اخيستی وو، خو له تېرو څو کلونو راهيسي يو ځل بيا په هلمند او کندهار کې د پنبې کښت او تولېد زيات شوی دی.

راپور: صادق رښتینی