شاته

د ولسمشر ټرمپ د مواخذې د تحقیقاتو علني غونډې پېلیږي

د امریکا په کانگرس دېموکراتان او جمهوريت غوښتونکي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مواخذې د تحقیقاتو د روان بهیر په اړه ژور اختلاف لري.

په دې اونۍ کې د ولسمشر د مواخذې تحقیقات له بندو دروازو څخه وځي او په علني مجالسو کې تعقیبېږي.

لومړنۍ استعماعیه غونډه د چهارشنبې په ورځ جوړېږي.

له څو اونیو راپدې خوا جمهوريت غوښتونکي، دېموکراتان په مخفي فعالیتونو تورنوي.

جمهوريت غوښتونکي او حتي هغه کسان چې ګمان کوي د ولسمشر کړنه مناسبه نه وه هم له ټرمپ نه دفاع کوي.

خو دېموکراتان له دې سره موافق نه دي.

د ولسمشر د عزل د تحقیقاتو اصلي لامل د جولای په ۲۵مه نېټه د ډانلډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ویلادمیر زېلنسکي ترمنځ ټېلفوني مکالمه وه.


ولسمشر ټرمپ په دې ترڅ کې د ۲۰۲۰ کال د جمهوری ریاست د ټاکنو د دېموکرات کاندید، جوبایډن او د هغه د زوي هنټر بایډن په برخه لېک د زیان رسوونکیو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.