BBC
 شاته

ولسمشرۍ ټاکنې: درې ټاکنیزو ډلو د رایو له بیا شمېرنې سره پرېکون وکړ

دریو ټاکنیزو ډلو د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغې پرېکړې سره پرېکون اعلان کړی دی چې پر بنسټ یې په ټول افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د شاوخوا ۸ زرو محلونو رایې بیا شمېرل کېږي. خو د محمداشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټاکنډلې د کمېسیون د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.