BBC
 شاته

ټاکنو کمېسیون غیر معیاري رایې بیا شمېري خو د عبدالله ډله ملاحظه لري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي خپل تخنیکي ټیمونه د غیر معیاري رایو بیا شمېرلو او څېړنو لپاره سبا ولایتونو ته لېږي. خو د ښاغلي عبدالله ټاکنیزه ډله وايي تر هغې چې د ټولو کارول شویو رایو وروستۍ شمېر معلوم نه شي د رایو له بیا شمېرلو دې ډډه وشي.