شاته

شپږیزه لیګ؛ د راشد او نبي لوبډلې پایلوبې ته ووتلې

د شپږیزې کرکټ لیګ د ورستیو سیالیو په لړ کې نن د بند امیر ښامارانو او کابل بازانو لوبدلو سره سیالي وکړه چې بند امیر، سیالې لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه او د روان لیګ پایلوبې ته یې لاره ومونده.

لومړۍ پاڼۍ کې د بند امیر ښامارانو توپ وهنه وکړه او دوه ریکارډونه یې جوړ کړل.

جاوید احمدي او عمران جنت د شپږیزې لیګ د تاریخ تر ټولو ستره د ۱۷۶ منډو ملګرتیا وګړه.

د بند امیر لوبغاړو په شلو اورونو کې ټولې ۲۲۵ منډې هدف وټاکه او دا تر اوسه د شپږیزې لیک په تاریخ کې تر ټولو ډېرې منډې دي.

جاوید احمدي او عمران جنت د شپږیزې لیګ د تاریخ تر ټولو ستره د ۱۷۶ منډو ملګرتیا وګړه.
جاوید احمدي او عمران جنت د شپږیزې لیګ د تاریخ تر ټولو ستره د ۱۷۶ منډو ملګرتیا وګړه.

عمران جنت سلیزه او جاوید احمدي ۷۷ منډې ترسره کړې.

دویمې پاڼۍ کې د ورکړل شوي ستر هدف پوره کولو لپاره د کابل بازانو لوبغاړي میدان ته شول.

د کابل بازانو لوبډلې هم ښه توپ وهنه وکړه خو یوازې د درې منډو په توپیر یې لوبه وبایلله او د پایلوبې نه پاتې شوه.

که د کابل بازانو دغه هدف پوره کړی وای نو د بند امیر له خوا تاریخي لوړ هدف به یې مات او خپل نوی ریکارډ به یې جوړولی شو.

د کابل بازانو له خوا کریم جنت او یونس احمدزی پنځوسیزې وکړې.

په دې بریا بند امیر لوبډلې تاریخي ریکارډونه جوړ او د شپږیزې شپږم پړاو پایلوبې ته یې لاره ومونده.

په پام کې ده چې سبا جمعه د روانې شپږیزې پایلوبه د محمد نبي او راشد خان په لوبډلمشرۍ د مس عینک اتلانو او د بند امیر ښامارن لوبډلې سره وروستۍ سیالي وکړي.