شاته

عمران خان د ایران نه وروسته سعودي ته سفر ترسره کړی

د پاکستان صدراعظم عمران خان د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو د سمولو لپاره دغه ملکونو ته سفرونه ترسره کړیدي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره په ریاض کې ملاقات کړیدی او د سیمې د امنیت برسیره یې د دواړو ملکونو د اړیکو په قوي کولو خبرې کړیدي.

عمران خان او ملگري هیت یې د سعودي پاچا برسیره د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم ولیدل او د سیمې د ثبات او امنیت په هکله یې خبرې وکړی. دواړو مشرانو د پاکستان او سعودي د اړیکو په نورو ښه کولو موافقه وکړله.

عمران خان د سعودي عربستان د سفر نه مخکې د یکشنبې په ورځ ایران ته سفر ترسره کړی و. ښاغلي خان ایران ته د خپل سفر په مهال وویل چې د سعودي او ایران ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره یې دغه سفرونه ترسره کړیدي.

عمران خان په ایران کې د ولسمشر حسن روحاني او ایت الله خامینایي سره ملاقاتونه وکړل او د هغوي سره یې د سعودي عربستان سره د اړیکو سمولو او د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړی.

د یادونې وړ ده چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکې د یوې مودې راهیسې خرابې دي.