شاته

د امریکا مرستیال ولسمشر ترکیې ته سفر کوي

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس او د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو ترکیې ته سفر کوي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس به د پنجشنبې په ورځ د ترکیې د ولسمشر طیب اردغان سره ملاقات کوي.

سپینې ماڼۍ د چارشنبې په ورځ اعلان کړیدی چې ښاغلی پنس به د اردوغان سره په سوریې کې د اوربند او د مذاکراتو د تگلارې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلی پنس په ترکیې ته دا پیغام هم ورکړي چې تر څو اردوغان د مسلې حل و نه لټوي نو ولسمشر ټرمپ به په دغه ملک د سختو اقتصادي بندیزونو خپلې پریکړې ته ژمن ووسي.

د امریکا د مرستیال ولسمشر سره په دغه هیت کې د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم شامل دی.

د هغې نه وروسته چې ترکیې په سوریې کې پوځي عملیات پیل کړل، مایک پنس خبریالانو ته وویل: "امریکا ترکیې داسې هیڅ ډول اشاره نه ده ورکړی چې گونې په سوریې کې دې عملیات پیل کړي. ولسمشر ټرمپ پدی اړه څرگند دریځ لري. د ولسمشر طیب اردوغان سره په ټلیفوني خبرو کې ولسمشر ټرمپ دا څرگند ویلي و چې هغه دې سمدستي د اوربند تیارې وکړي".

پنس وویل چې اردوغان ورته ویلي دي چې هغوي د کردانو په ښار کوباني د برید نیت نه لري.

پنس دا هم وویل چې د شنبې په ورځ د شمالي کیرولاینا نه د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لنډسی گراهم د ټرمپ سره ملاقات وکړ او د دغه ملاقات په مهال ټرمپ په ترکیې نوي بندیزونه لاسلیک کړل.