شاته

سیګار د فساد پر ضد د افغان حکومت په مبارزې خوښ دی- ارګ

د امریکا د متحدو ایالتونو سرمتفش جان ساپکو له ولسمشر غني سره لیدلي او د فساد پر ضد یې د افغان حکومت د مبارزې په اړه خبرې کړي دي.

د ارګ د سه شنبې (اکتوبر۱۵) د ورځې په اعلامیه کې د جان سپکو له خولې لیکل شوي دي: "خوښ یم چې د فساد پر ضد پروګرامونه پلي شوي، افغان حکومت په دغه برخه کې پرمختګونه کړي دي او دا مبارزه روانه ده."

د سیګار مشر داسې مهال په افغانستان کې د فساد پر ضد په مبارزي خوښي څرګندوي، چې دغې ادارې تل په افغان حکومت کې دننه د فساد د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

سیګار د روان کال د سرطان په لومړيو کې په یو راپور کې وویل چې امریکا په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان په امنیتي او دفاعي برخو کې شاوخوا ۸۴ میلیارد ډالر ولګول، خو لا هم دغه ادارې په خپلو پښو نه دي درېدلي.

سیګار په خپل دغه راپور کې دا خبره هم کړې وه چې په امنیتي او دفاعي برخو کې د نظارت د نشتوالي له کبله ډېرې مرستې حیف او میل شوي دي. خو ارګ وايي چې ولسمشر غني د سیګار مشر جان ساپکو ته وویل چې د امنیتي او دفاعي چارو په جوړښت، تدارکاتو او نورو برخو کې پام وړ پرمختګونه شوي دي.

په همدې حال کې د پېسو نړیوال صندوق په افغانستان کې په اقتصادي برخو کې د ځینو پرمختګونو په اړه راپور ورکړی دی.

دغه صندوق د اکتوبر په (۱۱) په خپل راپور کې لیکلي دي چې افغان حکومت د اقتصادي پروګرامونو په تطبیق کې پرمختګونه کړي او خپل ټول مشخص هدفونه یې ترلاسه کړي دي.

د پېسو نړیوال صندوق وايي چې د افغانستان د اقتصادي پروګرامونو له ارزولو وروسته به ښايي د ډسمبر په میاشت کې افغانستان ته ۷.۴ میلیون نور ډالر هم ورکړي. په دې سره به افغانستان ته د وجهي صندوق ورکړل شوې پېسې ۴۴.۴ میلیون ډالرو ته ورسیږي.