شاته

روغتیا وزارت: هر کال سلګونه ماشومان د اسهال ناروغیو له امله مړه کېږي

د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان لا هم د هغو هیوادنو په نوملړ کې قرار لري، چې له پنځو کلونو څخه د ټیټ عمر ماشومان پکې ډیر مړه کیږي.

د دغه وزارت پر وینا په ۲۰۱۸ کال کې په څه باندې ۳ نیم میلیون هغو ماشومانو کې د اسهال ناروغۍ پیښې ثبت شوي چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه ټیټ دي.

دغه وزارت وایي، چې تیر کال د دغې ناروغۍ له امله ۶۴۴ ماشومان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان د سې شنبې پر ورځ ۱۵ د اکتوبر (د تلې پر۲۳مه) دلاس مینځلو نړیوالې ورځې په مناسبت وویل"د افغانستان د روغتیایي سیستمونو د معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۸ کال کې څه باندې ۳.۵ میلیونه د اسهال ناروغۍ پیښې د هغو ماشومانو په منځ کې ثبت شوي چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټیټ دي.شواهد وایي، چې په صابون د لاسونو مینځل په خاص ډول مخکې له ډوډۍ او تشناب ته له تګ وروسته کولای شي د اسهال ناروغۍ کچه ۴۴ فیصده راکمه کړي".

بلخوا د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې د بیلابیلو ناروغیو د مخنیوي او د ماشومانو په منځ کې د پوهاوي زیاتولو لپاره یې د یونسییف په مرسته د ۲۶ ولایتونو په ۳۱۰ ښوونځیو کې د "په صابون د لاسونو مینځلو" کمپاین پیل کړی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي په دې اړه وویل"په صابون د لاس مینځل زموږ په روغتیا کې اساسي ونډه لري،ټول ښوونکي، زدکوونکي او خلک باید دا کار خپل عادت وګرځوي،د لاسونو مینځل د یوې ورځې کار ندی، بلکې دا زموږ په فرهنګ باندې بدل شوی دی، ښوونکي او زدکوونکي باید په کور، ښوونځي او نورو ټولنو کې له دې فرهنګ څخه ملاتړ وکړي".

په همدې حال کې له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونسیف وایي، چې د ماشومانو د روغتیایي وضیعت د ښه کولو او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي لپاره له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

له دې وړاندې یونسف ویلي وه، چې په افغانستان کې هر کال څه باندې ۱۱ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټيټ دي او ۶۵۰۰ زره نوي پیدا شوي ماشومان مخکې له دې چې د یوې میاشتې عمر ته ورسیږي مړه کیږي.