شاته

د امریکا د کنساز په ایالت کې څلور کسان وژل شوي

د امریکا د کنساز په ایالت کې یو وسله وال په خلکو ډزې کړي، څلور تنه یې وژلي او پنځه نور یې ټپي کړیدي.

د کنساز پولیس وایي پیښه د یکشنبې په ورځ اوکتوبر ٦ په محلي وخت د سهار په یوه بجه او ٢٧ دقیقو شوې ده.

پولیس وایي وسله وال د نڅا په کلب کې په خلکو ډزې کړي او د پیښې نه وروسته تښتیدلی دی. د پولیسو په وینا وسله وال برید کوونکي پسې لټون پیل کړی خو تر اوسه نده معلومه چې دې وسله وال ولې په خلکو ډزې کړیدي.

پولیسو د پیښې په ځای کې مرمۍ پیدا کړي چې معمولاً د ښکار کولو لپاره په کاریږي خو د پولیسو سره د برید کوونکي په هکله معلومات نشته.

پولیس د ښار په شاوخوا کې امنیتي کمرې ګوري چې د برید کوونکي په هکله معلومات تر لاسه کړي.