شاته

امریکايي او طالب استازي پاکستان کې د امریکايي بندیانو په اړه خبرې کوي ـ زمان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې د طالب او امریکايي استازو وروستۍ خبرې د سولې په اړه نه بلکې په کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون د دوو تښتول شوو امریکايي استادانو د خوشي کولو په اړه دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۵مه «تلې پر ۱۳مه» خبریالانو ته وویل، چې دغه خبرې د پاکستاني چارواکو په واسطه تر سره کېږي.

ښاغلي زمان زیاته کړه، چې دغه خبرې د افغان سولې له بهیر سره هېڅ تړاو نه لري.

هغه وویل: "په اسلام اباد کې چې اوس مهال کومې خبرې روانې دي، اصلاً ویلی شو، چې دا د دوو تښتول شوو امریکانو په اړه دي، د تښتوونکو یعني طالبانو او امریکا د حکومت ترمنځ د پاکستان په واسطه روانې دي،دا د افغانستان د جمهوري ریاست رسمي موفق دی."

هغه ټینګار وکړ، د سولې په اړه هر ډول خبرې چې افغان حکومت پکې حضور ونه لري او مخکې له مخکې له افغان حکومت سره مشوره نه وي شوې، ګټه نشي کولای.

ښاغلي زمان زیاته کړه، چې د طالب پلاوي نورو بهرنیو سفرونو هم کومه پایله نه ده ورکړې، بغیر له دې چې دغه ډلې ته جرئت ورکړي.

هغه پر پاکستان په انتقاد سره وویل، چې تر دا مهاله یې په هغه هېواد کې د تروریزم د ځالو پر ضد عملي اقدامات نه دي کړي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو ۱۲ کسیز پلاوي د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړ، چې تر هغه یوه ورځ مخکې زلمی خلیلزاد هم پاکستان ته رسېدلی و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې طالب او امریکايي استازو په اسلام اباد کې سره لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت مخکې هم اسلام اباد ته د طالب پلاوي پر سفر په انتقاد سره ویلي و، چې ورته ملاقاتونه د سولې له بهیر سره مرسته نشي کولای.

تر دې مخکې د بهرنیو چارو و زارت ویاند پخپلې یوې مرکې کې هیله څرګنده کړې وه، چې اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر د افغان سولې له بهیر سره مرسته وکړي، خو د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله زیاته یې کړه، چې دا د افغان حکومت د رسمي موقف څرګندونې نه کوي.

خو وروسته د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټوېټر ولیکل، چې نوموړي په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت رسمي موقف څرګند کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان هم په ننني خبري کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند صبغت الله احمدي څرګندونې رد کړې.