شاته
عبدالله: زموږ رایه ډېره ده؛ ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند عبدالله عبدالله ادعا کوي چې د شنبې ورځې ټاکنو کې یې لوړه رایه ګټلې ده. نوموړي دغه څرګندونې له ټاکنو دوه ورځې وروسته نن (دوشنبه، تله ۸) وکړې. خو د ټاکنو کمېسیون وایي، یوازې دوی د اصلو رایو اعلانولو واک لري