BBC
 شاته

افغان ټاکنې: رایه اچونه ختمه شوه، د رایو شمېرل دوام لري

افغانانو د شنبې پر ورځ د سختو امنیتي تدبیرونو تر سیوري لاندې په ولسمشریزو ټاکنو کې رایې ورکړې. د ټاکنو بهیر کې د هېواد ځینې برخو کې توغندیز بریدونه او بمي چاودنې هم وشوې. افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا ټاکنې بریالۍ وبللې. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو هم دا په تېرو ۱۸ کلونو کې تر ټولو منظمې او سمې ټاکنې وبللې.