شاته

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د سکوت په دوره کې هره کمپایني کړنه له قانونه سرغړونه ده

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د چوپتیا یا سکوت په دوره کې د کمپاین په توګه له هر ډول وسیلې کار اخیستل له انتخاباتي قانونه سرغړونه ده.

که څه هم د چهارشنبې د شپې له دولسو بجو راهیسې د نوماندانو د چوپتیا دوره پیل شوې، خو په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کېږي چې لا هم یو شمېر کسان د خپلې خوښې نوماند ته کمپاین کوي.

اوس د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د چوپتیا په دوره کې له هر ډول کمپایني وسیلې کار اخیستل د قانون خلاف عمل دی او دوی خپلو همکارانو ته دنده سپارلې چې دا بهیر وڅاري.

د دې کمېسیون یو کمیشنر قطب الدین رویدار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سکوت دورې له پیل وروسته یې د کمپاین کولو راپورونه تر لاسه کړي، خو په دې اړه کوم رسمي شکایت نه دی ثبت شوی.

دی وایي: د چوپتیا په دوره کې کمپاین سرغړونه ده، هغه که د ټولنیزو رسنیو له لارې وي او که د غونډو له لارې، دا سرغړونه ده او موږ به په دې برخه کې جدي کړنې وکړو، موږ خپل مطبوعاتي ټیم موظف کړی چې ټولې عامه او ټولنیزې رسنۍ تر څار لاندې ونیسي، که چېری یو شخص یا کوم دولتي چارواکی کمپاین کوي، دا سرغړونه ده او موږ به ورسره جدي برخورد وکړو.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د قانون له مخې، د چوپتیا له دورې موخه د نوماندانو له‌خوا د ټولو تبلیغاتي موادو راټولول او تر خوا یې خلکو ته د دې وخت ورکول دي چې د نوماندانو د برنامو په اړه فکر وکړي او وروسته د خپلې خوښې نوماند ته رأیه ورکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې نوماندان باید په دې دوره کې خپل ټول تبلیغاتي مواد په ځانګړي ډول هغه چې د رأيې مرکزونو او محلونو ته په سل مترۍ کې ځړيدلي وي، ټول کړي، که نه له قانوني کړنو سره به مخ شي.

بل لور ته بیا پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون نیوکه کوي چې نه دی توانېدلی پر سرغړوونکو قانون په سم ډول پلی کړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجرائیه رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې د چوپتیا په دوره کې ټول نوماندان تر جدي څار لاندې ونیسي او اجازه ور نه کړي چې قانون تر پښو لاندې کړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجرائیه رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجرائیه رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده

دی زیاتوي: هیله لرم چې نوماندان د چوپتیا په دوره کې د ټاکنو قانون او اصولو ته احترام وکړي، متاسفانه باید ووایم چې د کمپاینونو پر مهال له قانونه سرغړونو پر کمېسیونونو باور راکم کړی او که چېرې کمېسیونونه بې باوره شي، پایله به بیا د ټاکنو ګډونوالو ته د منلو نه وي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید بیا له خلکو غواړي چې د چوپتیا په دوره کې د قانون ماتوونکو پر وړاندې شکایتونه ثبت کړي.

ده وویل: که چېرې نوماندان له دې فرصته ناوړه ګټه پورته کوي، قانون ماتوي، زموږ غوښتنه لومړی دا ده چې له دې کاره ډډه وشي، خو بیا سرغړونه کېږي، باید خلک شکایت ثبت کړي، څو هغه کسان چې قانوني ګرم وي، خپل ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د نوماندانو د کمپاین پر مهال ۹۴ شکایتونه ثبت شوي چې لویه برخه یې په حکومت کې د برحاله ټیمونو له‌خوا د یوه او بل پر ضد دي.

د دې کمېسیون له قوله، دوی د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او د سولې عالي شورا د رئیس سربېره یو شمېر والیان د قانون ماتونې له کبله تر پنځوس زره افغانیو جریمه کړي او تر خوا یې د کابینې د یو وزیر په ګډون د ولسمشر دوه سلاکاران یې له رأیې ورکولو محروم کړي دي.

په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نا امني، په کمېسیون کې تخنیکي ستونزې او د بهرنیو څارونکو کمرنګه حضور لا هم جدي اندېښنې دي.

په داسې حال کې چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې یوه ورځ پاتې، خو لا هم د دې پروسې پر وړاندې جدي اندېښنې موجودې دي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا مشر یوسف رشید په کابل کې د پنجشنبې په ورځ یوې خبرې غونډه ته وویل، د ټاکنو ښه ترسره کېدو لپار باید نړېواله ټولنه له کمېسیون سره لازمه همکاري وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

ده وویل: نړېواله ټولنه باید له ټاکنیزې پروسې څخه خپل سیاسي ملاتړ ته ادامه ورکړي، د دې لپاره چې له ټاکنو وروسته د هغې د شمېرنې او تخنیکي بحثونه دي چې باید نړېواله ټولنه هلته جدي څارنه وکړي، تر څو انتخابات بحران ته لاړ نشی.

ښاغلی رشید وايي، په کمېسیون کې تخنیکي ستونزې او د بایومټریک په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي نشتون د دې پروسې په سمه توګه ترسره کول تر پوښتنې لاندې راوستي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو چارو بل څارونکی بنسټ ټیفا (د افغانستان د رڼو ټاکنو بنست) چارواکي وايي، په داسې حال کې چې ټیفا بنست په ټول هېواد کې ۵۳۰۰ څارونکي ګمارلي، خو د نړېوالو څارونکو کمرنګه حضور د اندېښنې وړ دی.

د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده وویل: د نړېوالو څارونکو نشتون په کمېسیونو کې زموږ لپاره جدي د اندښنې وړ خبره ده، د دې لپاره چې د بهرنیو څارونکو په نشتون کې د درغلیو لپاره زمینه برابرېږي او موږ دغې موضوع جدی اندېښمن کړي يوو.

هم مهاله له دې سره د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ "ایتوا" هم په کابل کې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې ورته اندېښنې له رسنیو سره شریکې کړې.

خو دې ټولو اندېښنو ته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ځواب کې وايي، د ټاکنو د شفافیت، امنیت او ښه ترسره کېدو لپاره ټولې اړوندې ادارې سره همغږي شوي.

د دې کمېسیون له ویاندویانو میرزا محمد حق پرست ازادي راډیو ته وویل: د بایومټریک دستګاو ستونزه مو د نړیوالو ډونرانو په مرسته حل کړې، تر دا مهال موږ یو لک او ۲۵ زره کورنيو او بهرنيو څارونکو ته د څارنې اعتبارنامې ورکړي، خو جدي اندېښنه مو د امنیت په برخه کې د ټاکنو په ورځ ده، امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه کورنیو چارو وزارت موږ ته په دې برخه کې اطمنان راکړی.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له ویاندوی میرزا محمد حق پرست
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له ویاندوی میرزا محمد حق پرست

پر ټاکنو د څار بنسټونه په داسې حال کې خپلې اندېښنې د رسینو له لارې له خلکو سره شریکوي چې د راتلونکې اوونۍ د میزان په ۶مه د شنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي.

راپور: امید زهیرمل او خاطر پردېس