شاته

د ټاکنو امنیت لپاره ۱۰۰زره سرتېري چمتو شوي- کورنیو چارو وزارت

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ۲۰۱۹ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره یې ۱۰۰زره امنیتي ځواکونه چمتو کړي دي.

د ټاکنو کمیسیون وايي چې د دغو ټاکنو لپاره ۱۱ میلیونه او ۳۰۰ زره د رایو پاڼې چاپ شوي او څه باندې نهه میلیونه او ۶۰۰ زره رایه ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي دي.

په ټول افغانستان کې به د چارواکو په وینا ۴۹۴۲ انتخاباتي مرکزونه پرانیستي وي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د یکشنبې په ورځ (سپتمبر۱۵) خبریالانو ته وویل چې د ټاکنو د امنیت لپاره یې ۷۲۰۰۰ امنیتي سرتېري چمتوي کړي او شاوخوا ۳۰۰۰۰ نور به هم منتظر وي چې د ضرورت پر وخت به لاس په کار کیږي.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په دې وروستیو کې له طالبانو څخه شاوخوا اته ولسوالۍ بېرته نیولي دي او ښایي ټاکنو ته په کې زمینه برابره شي.

د افغانستان د ۲۰۱۴کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ۶۷۷۵ د رایو مرکزونه پرانیستي وو خو سږکال د ناامنیو له کبله دا شمېره نژدې ۵۰۰۰ ته ښکته شوې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د تلې په شپږمه کیږي چې د روان میلادي کال د سپتمبر ۲۸ ده.

د افغانستان د جمهوري رئیس اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله په ګډون ۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړي دي. مګر یو کاندید زلمی رسول وار د مخه د اشرف غني په ننګه له خپلې کاندیداتورۍ تېر شوی دی.

اروپايي ټولنې، امریکا او ځنیو نورو هېوادونو د افغانستان د انتخاباتو سره مالي او تخنیکي مرستې کړي دي. وړاندې اټکل کېده چې ښايي له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک شي او ټاکنې ونشي، خو ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل.