شاته

سرچینه: امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د مخنیوي په هڅه کې ده

يو باخبره نړیوال چارواکی وايي، امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د مخنیوي په هڅه کې ده.

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته له څلور اوونیو کم وخت پاتې، دغه سرچینه د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وايي، امریکا غواړي د دغو ټاکنو د مخنیوي لپاره يوه اجماع رامنځته کړي.

تر دې مهاله امریکايي چارواکو په ځانګړې توګه په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له افغان چارواکو سره په لیدنو کې ویلي دي، که څه هم سوله امریکا ته لومړیتوب لري، خو د ټاکنو د ترسره کېدو اړوند کارونه هم باید پر مخ لاړ شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته د ځواب ورکولو پر مهال
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته د ځواب ورکولو پر مهال

په همدې حال کې د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۱» په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، د امریکا له‌خوا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د مخنیوي په اړه کوم معلومات چې ازادي راډیو ته ورکړل شوي، ناسم دي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "دا د امریکا متحده ایالاتو رسمي دریځ نه‌دی او هغه بحثونه چې د افغانستان حکومت له امریکا سره لرل، هېڅکله مو نه‌دي اورېدلي چې امریکا دې له دغې پروسې سره مخالفت ولري، برعکس تاسو له دغه بهیر څخه د امریکا د ملاتړ په اړه اورېدلي دي، په ځانګړې توګه د دغه بهیر د مالي او تخنیکي مرستې په برخه کې، دغه معلومات سم نه‌دي او دغه څرګندونې چې ازادي راډیو له کومې سرچینې اخیستي حقیقت نه‌لري، ولسمشریزې ټاکنې کېږي."

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ویلي دي چې د تلې یا میزان د شپږمې نېټې ټاکنو ته پوره چمتووالی لري او دغه ټاکنې به حتماً ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو نهم پړاو خبرې د اګسټ پر ۳۱مه پای ته ورسېدې او د سولې د هوکړې د مسودې جزئیات له افغان ولسمشر سره شریک شوي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب استازو سره د یو پړاو مذاکراتو پر مهال
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب استازو سره د یو پړاو مذاکراتو پر مهال

د سیاسي چارو پوه کبیر رنجبر په دې باور دی چې د امریکا له‌خوا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د مخینوي هڅې تر ډېره د نه‌منلو دي.

ښاغلی رنجبر وايي، د سولې بهیر پېچلی او زیات وخت ته اړتیا لري، نو په‌کار ده چې ټاکنو ته لومړیتوب ورکړل شي.

ښاغلی رنجبر وايي: "موږ د دا شان مداخلو کومې نښې نه‌وینو، که داسې مداخلې ولیدل شي دا به د امریکا متحده ایالاتو حیثیت ته زیات زیان ورسوي، تاسو ولیدل چې ملګرو ملتونو د ټاکنو له کمېسیون سره مرستې وکړې، زه په دې باور یم چې دغه مرستې د امنیت شورا د ټولو غړو په همغږۍ سره شوي چې امریکا یې هم غړی دی."

له دې وړاندې د ملي يووالي د حکومت دواړو مشرانو ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د راتلونکو ولسمشریز ټاکنو نوماندان هم دي، د تلې د شپږمې د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی.