BBC
 شاته

لېندسي ګراهام: د طالبانو پر ژمنو باور کول به لویه تېروتنه وي

د امريکا متحدو ایالتونو د جمهوري غوښتونکو یو مخکښ سناتور لېندسي ګراهام د څو ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې په ټینګار سره وايي، 'هره هغه هوکړه چې په افغانستان کې د ترهګرۍ مخنیوي یو پیاوړی امریکايي ځواک شتوالی ردوي، د سولې هوکړه نه ده.'