شاته
حنیف اتمر د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره خپل کمپاین وځنډولو
د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یو مهم نوماند او د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر اعلاتن کړی چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې خپل کمپاین ځنډولی. نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د دې ټاکنو پر روڼوالي شک لري، او د ټاکنو بهیر د سولې پروسه زیانمنولی شي.