BBC
 شاته

پاکستان: دوو بریدونو کې لس پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

پاکستان کې دوو جلا بریدونو کې د وژل شویو پوځیانو شمېر لسو کسانو ته رسېدلی دی. د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر له لوري ویل شوي وژل شویو کې د یوه تورن په ګډون لس پوځیان شامل دی. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پوځیانو وژل کېدو پر دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.