BBC
 شاته

کابل کې ځانمرګي برید او چاودنو د ۵ ښځو په ګډون ۷ کسان وژلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پنجشنبې په ګهیځ د کابل ښار شپاړسمه حوزه کې د ملي بس څلور لارې ته څېرمه د کانونو او پیټرولیم وزارت پر کاسټر تر ځانمرګي برید وروسته دویمه چاودنه او ډیسپیچري سیمه کې موټربم چاودنه هم شوې چې اوه کسان یې وژلي او ۲۱ نور ټپیان دي. وژل شویو کې پنځه ښځې او یو ماشوم دی.