BBC
 شاته

د ایران پر اسمان د امریکا مسافر وړونکو الوتکو د تېرېدو بندیز

د امریکا هوايي چلن فدرالي ادارې په یوه بېړني فرمان کې د ایران، فارس خلیج او هرمز تنګي پر اسمان د امریکا د مسافر وړونکو الوتکو د نه تېرېدو امری کړی. دا ګام هرمز تنګي ته څېرمه د ایران له خوا د یوې امریکايي ډرون الوتکې تر ویشتلو او پوځي ترینګلتیا له ډېرېدو وروسته اخیستل شوی.