BBC
 شاته

د هرات ولایتي شورا غړو تر منځ فزیکي شخړه

د هرات د ولایتی شورا د مشر او یوه غړي ترمنځ د لفظی شخړې او د دوی د ساتونکو له خوا په شویو ډزو کی لږ تر لږه څلور تنه ټپیان شوي دي. د هرات د والی له دفتره په یوه خپره شوې پاڼه کې ویل شوي، د پېښې څېړنې لپاره یو ګډ پلاوی ګومارل شوی دی.