BBC
 شاته

د طالبانو لخوا بیول شوي د سولې ولسي حرکت ۲۵ غړي لاهم تري تم دي

د سولې د ولسي حرکت د هغو شاوخوا پینځه ویشتو غړو په اړه لا هم مالومات نه دي راوتلي، چې د دغه غورځنګ د غړو په وینا، وسله والو طالبانو پینځه ورځې وړاندې په هېلمند کې له ځانه سره بېولي دي. دغو کسانو د تېر کال په څېر سږکال بیا هڅه کوله چې د سولې په پار د طالبانو د ولکې سیمو ته هم ورشي او په خبره یې د سولې غږ خلکو ته ورسوي.