شاته

ترکيې د کودتا د هڅې په تور ٧٥٤ کسان نيولي

داسې ښکاري چې په ترکيه کې د پوځي کودتا هڅه له ناکامۍ سره مخامخ شوې ده، دا په داسې حال کې ده چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن استانبول ته ورسېد او د خپلو پلويانو يوې ډلې ته يې وويل، چې زه هېڅ چېرې نه ځم.

اردوغان په ترکيه کې وروستى پاڅون چې تېره شپه د جګړې، وېرې او تلفاتو سبب شو، يو ملي خيانت وباله او ټينګار يې وکړ، چې د دې پېښې عاملان به سخت مجازات شي او د پوځ ناوړه عناصر به تصفيه کوي.

د ترکيې ولسمشر د استانبول په هوايي ډګر کې وويل، د پېښې عاملين به د خپل دغه لوى خيانت له کبله درنه بيه پرې کوي او ده ژمنه وکړه چې ترکيه به اشغالګرو ته پرې نه ږدي.

رجب طيب اردوغان د پوځي کودتا هڅه د پوځ د يوه کوچني اقليت کار وباله:

”دا د ترکيې په پوځ کې يو کوچنى اقليت دى. په ترکيه کې يو واکمن ګوند شته چې د خلکو په رايو ټاکل شوى، ولسمشر هم په همدې ډول د خلکو په رايو ټاکل شوى او موږ خپل مسووليتونه پرمخ وړو. که خداى کول موږ به تر پايه د خپلو مسووليتونو ترسره کولو ته ادامه ورکړو، موږ به هېڅکله خپل هېواد دغو اخلالوونکو ته پرې نه ږدو“

چارواکي وايي د کودتا د هڅې په جريان کې لږ تر لږه ٦٠ کسان وژل شوي او تر اوسه پورې ٧٥٤ تنه نيول شوي دي.

په پلازمېنه انقره او نورو ښارونو کې د ولاړ شوي کړکېچ له کبله په لسګونو ملکيان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان دي.

زياته مرګ ژوبله په انقره کې اوښتې، چې د سختې شخړې له کبله د وژل شويو شمېر په کې تر اوسه ٤٢ تنه اټکل شوى دى.

د ترکيې صدراعظم بن علي يلدريم څرګنده کړه، چې جنګي جټ الوتکو ته يې امر کړى، هره هغه الوتکه چې د کودتاچيانو له خوا تښتول شوې، وولي.

د ده په خبر هغه جنرال چې د کودتا له تنظيم سره يې مرسته کړې وه وژل شوى دى. وروسته له هغې چې د ترکيې مخکنى لوى درستيز د کودتاچيانو له خوا برمته شو، د ترکيې صدراعظم يې پر ځاى جنرال امي دوندار د ترکيې د سرپرست لوى درستيز په توګه وټاکه.

د ترکيې ولسمشر اردوغان چې د ترکيې مارمريس (Marmaris) ته په رخصتۍ تللى و او تېره شپه ناوخته استانبول ته ستون شو وويل، هغو کسانو چې ټانکونه سړکونو ته ايستلي، بايد خپلو ځايونو ته ستانه شي.

ده زياته کړه، کودتاچيانو په مارمريس کې د ده هوټل بمباري کړ، خو دى ترې بچ پاتې شو او ټينګار يې وکړ، چې قدرت يې لا هم په لاس کې دى.

رجب طيب اردوغان زياته کړه، مهمه خبره دا ده چې په مليونونو کسان پر سړکونو راوتلي او د هغه حکومت او ولسمشر ملاتړ کوي، چې په ډيموکراتيک ډول ټاکل شوي دي.

که څه هم د ترکيې ولسمشر اردوغان او ځينو پلويانو يې د پوځ ځينې د ګوتو په شمار مشران د دې وروستي کړکېچ مسوول ګڼلي، خو د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې يې پر مېشت ديني رهبر، فتح الله ګولان انتقاد کړى دى.

ګولان چې يو وخت د اردوغان متحد و، په پوځي او دولتي ادارو کې لا هم پلويان لري، په دې کړکېچ کې يې خپل لاس لرل رد کړي دي او وايي، حکومت بايد د انتخاباتو له لارې واک ته ورسېږي، نه پوځي ځواک له لارې.

د ترکيې د پارلمان غړي وايي مجبوره شول، چې د چاودنو په وخت کې ځانونه امن ځاى ته ورسوي او په دوى کې ځينې کسان ټپيان شوي دي، خو بيا هم نن پارلمان اضطراري غونډه کوي.

تر اوسه له پاڅونوالو سره په شخړه کې ١٧ تنه پوليس وژل شوي او د کودتاچيانو يوه څرخي الوتکه د جنګي جټ الوتکو له خوا نسکوره کړاى شوې ده.

د ترکيې ملي ټلويزيون چې د کودتاچيانو له خوا نيول شوى و، بيا د دولت تر ولکې لاندې دى او خپرونې يې روانې دي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري له خپل ترکي سيال مولود چاووش اوغلو سره خبرې کړي او د ترکيې له حکومت څخه يې د امريکا ملاتړ څرګند کړى دى.

د اروپايي ټولنې رهبرانو له دې جملې د جرمني د صدراعظمې انګېلا ميرکل دفتر او د ناټو سرمنشي ينس سټولتن برګ په ترکيه کې له ټولو لوريو غوښتنه کړې چې د ترکيې ډيموکراتيکو موسسو او اساسي قانون ته درناوى وکړي.

تېره شپه انقره کې سخته نښته روانه وه، چې د دولتي اژانس انادولو په حواله، يو بم د پارلمان پر ودانۍ وربرابر شوى چې ږغ يې په ټوله انقره کې اورېدل شوى دى.

د کودتا اول خبر له استانبول نه خپور شو: هلته پوځي کسانو هغه مهم پول چې اروپايي ترکيه له اسيايي هغې سره تړي، بند کړ او وروسته په استانبول کې اتاترک هوايي ډګر ته نژدې ټانکونه ځاى پر ځاى شول.

تر دې پېښو وروسته د استانبول هوايي ميدان ته ټولې الوتنې لغو شوې.