BBC
 شاته

خلیلزاد د افغان سولې بهیر ته نړیوال ملاتړ ډېرولو لپاره بیا سفر پیل کړی

د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغان سولې په لار کې یو کوچنی ټکان دا بهیر نه شي ورو کولی او هڅه کوي چې د افغان لورو ترمنځ د خبرو لپاره نړیوال ملاتړ ډېر کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، خلیلزاد به افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او برتانیا ته سفر پیل کړی.