BBC
 شاته

طالبان: له امریکایانو سره د خپلو بندیانو پر خوشي کېدو خبرې کوو

د طالبانو یوې باوري سرچینې بي بي سي ته منلې چې د دوی او امریکا مرکچي پلاوی د لسګونه زره طالب بندیانو د خوشې کېدو پر سر هوکړې ته نژدې شوي دي. د بندیانو د راخوشې کېدو د احتمالي هوکړې په اړه مو د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر وپوښت، دوی ویل چې په دې اړه خبرې د لویې څارنوالۍ دنده ده.