BBC
 شاته

فوټبال فدراسیون تورونه بې ځایه بولي، خو پخوانۍ روزونکې وايي نجونې ځورول کېدې

د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکو د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونه بې بنسټه بللي. بل لور ته د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ روزونکې خالده پوپلزۍ له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا کړې چې له ښځینه لوبغاړو ناوړه غوښتنې کېدلې.