شاته
زاخېلوال: د طاهر دوړ مړی باید د خلکو وېشلو لپاره ونه کارول شی
اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال د پاکستاني چارواکو غبرګون کې وايي، افغان حکومت او ولس د طاهر خان دوړ د مړي درنای کړی. د ښاغلي زاخېلوال دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت او پوځ د حکومت په ځای ولس ته د طاهر دوړ د مړي په سپارلو اندېښنه وښوده.