BBC
 شاته

'د طالبانو برید کې د وردګو سید اباد امنیه قومندان وژل شوی'

له میدان وردګو نه پر سید اباد ولسوالۍ د سختو بریدونو خبر ورکړل شوی. طالبان وايي، د دغې ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ یې نیولې، خو چارواکو یې لا سقوط نه دی تایید کړی. سیمه ییزو چارواکو د امنیه قومندان سید نضراب شاه هاشمي او شپږو پولیسو وژل کېدل تایید کړي.