BBC
 شاته

د افغانستان هوایی حریم په نوي رادار سېستم وپوښل شو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ۱۳۷۱ کال وري له میاشتې تر اوسه د افغانستان هوايي حریم د بهرنیانو له خوا مهارېده، خو اوس د ټول هېواد هوایي حریم په یو نوي او پر مختللي رادار سېستم وپوښل شو او د دې نظام د چلولو چارې هم په بشپړه توګه افغانانو په لاس کې واخیستې.