BBC
 شاته

تحریک انصاف ګوند عمران خان لومړي وزارت ته ونوماوه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تېرې میاشتې په ټاکنو کې تر بریا وروسته خپل مشر عمران خان رسماً د دې هېواد د لومړي وزیر څوکۍ ته نومولی دی. پارلمان ته د یاد ګوند بریالیو وکیلانو د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې په دې تړاو غونډه وکړه، او په یوه خوله یې ومنله چې عمران خان به د پاکستان راتلونکی لومړی وزیر وي.