BBC
 شاته

بحث: فتوا په افغانستان کې، ولې په بېلابېلو ډولونو تعبیرېږي؟

تېره دوشنبه کابل کې سلګونو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ځانمرګي بریدونه حرام وبلل. د دغو عالمانو دا فتوا د هغوی د کلک دریځ څرګندونه کوي چې په تېرو ۱۷کلونو کې د افغانستان په خونړیو پېښو کې یا غلي شوي او یايې دریځ خورا نرم و.

په افغانستان کې په تېرو شاو خوا څلوېښتو کلونو کې بېلابیلې فتواوې ورکړل شوې خو هغوی په بېلابېل ډول تعبیر شوې دي.

پوښتنه داده چې ولې په افغانستان کې دشرعي او دیني حکمونو په اړه یو نظر نشته؟

ایا د فتوا یوه واحد مرکز ته اړتیا شته او کنه؟

د بحث ګډونوال له کابله دیني عالم مصباح الدین عبدالباقي او له لندنه د اسلامي چارو او حقوقو کارپوه صلاح الدین سعیدي.

د بحث کوربه سپین تڼی دی