BBC
 شاته

هوايي نندارتون چې پخوانۍ الوتکې پکې ځان ښيي

د انځور حقوق ALAIN JOCARD/AFP/GETTY IMAGES
Image caption د فرانسې دا الوتکه لومړۍ نړیواله جګړه کې کارېدلې ده.

د فرانسې په لافیرټي ایلیز ښار کې هر کال په خپل ډول کې بې جوړې او په زړه پورې هوايي ننداره جوړېږي.

په دې ننداره کې نه یواځې پخوانۍ الوتکې بلکې نوې سوداګریزې الوتکې هم لیدل کېږي.

دا هوايي ننداره د روان کال د مۍ له ۱۸ تر ۲۰ روانه وه.

د انځور حقوق ALAIN JOCARD/AFP/GETTY IMAGES
Image caption دویمه نړیواله او د کوریا جګړه کې کارېدلې د امریکا الوتکه او ور سره یو پوځي جیپ

د دې نندارتون ځانګړنه دا وه چې فرانسې دا نندارتون په کوم ځای کې جوړ کړی هلته یو تاریخي موزیم هم دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډیکوټا الوتکې راتلو سره په ۱۹۳۰ او ۴۰ کلونو کې د هوايي ټرانسپورټ نړۍ کې انقلاب راغی.

په دې موزیم کې په لومړۍ نړیواله جګړه کې له کارېدلو الوتکو نیولې تر نننیو الوتکو ننداره شوې.

د انځور حقوق ALAIN JOCARD/AFP/GETTY IMAGES
Image caption د فرانسې رفایل جنګي الوتکه هم نندارې ته وړاندې شوه.

د دې کلني نندارتون ځانګړنه دا وه چې د امریکا او اروپا پخوانۍ الوتکې هم پکې وې.

د انځور حقوق ALAIN JOCARD/AFP/GETTY IMAGES
Image caption یو فرانسوی پیلوټ الوتکه ګوري.

د دې الوتکو ځانګړنه دا وه چې الوت وکړي او خپله وړتیا وښيي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د الوت لپاره تیار پیلوټ له خپلې الوتکې په اسمان کې نورې الوتکې ګوري.

له دې پته لګېږي چې د دې زړو الوتکو څومره ښه ساتنه شوې ده.

د انځور حقوق ALAIN JOCARD/AFP/GETTY IMAGES
Image caption دوه پخوانۍ الوتکې مایل الوت کوي

د دې هوايي نندارې یوه موخه له پیل تر اوسه د فرانسې د هوايي چلن د صنعت د سفر انځورګري ده.

دا هوايي نندارتون له ۴۸ کلونو راهیسې روان دی.

د انځور حقوق ALAIN JOCARD/AFP/GETTY IMAGES

د نندارتون سیمه کروندې یا وښیانې ته ورته ده.

درې زره فوټه ځغل لار یې سیمټي نه بلکې د وښو ده او په خپل ډول کې ځانګړې ده.

د انځور حقوق ALAIN JOCARD/AFP/GETTY IMAGES

د جرمني فوکر الوتکو په هکله ویل کېږي چې له ۱۹۲۰ تر ۱۹۳۰ کلونو یې هوايي چلن کې راج درلود.

ور سره د فرانسې مورا سیلینر الوتکې هم لیدل کېږي.

د لافیرټي هوايي نندارتون موخه د هوايي چلن د تاریخ ژوندي ساتل دي.