یو وخت او یو ځای د کال څلور موسمه
د هر چا د خوښې موسم یا فصل توپیر لري، خو که تېره میاشت ميلان ته تللی، یو ځای مو د کال څلور فصلونه لیدلی شول.
د ایټالیا په دغه ښار کې داسې باغچې جوړې او نندارې ته وړاندې کېدلې، چې طرحه یې د ایټالیايي ودانګر یا معمار کارلو راټي د فکر زېږنده وه.
هغه د هوا د کنټرولولو ټیکنالوجۍ په کارولو سره په یو ځای او یو وخت لیدونکو ته د پسرلي، دوبي، مني او ژمي ننداره برابره کړې وه.
په څلورو سرپټو ټپیرو یا غرفو کې چې په ۵۰۰ متره مربع کې جوړې شوې وې او هره یوه کې باغچه وه، د کال مختلف فصلونه لیدل کېدل.
دا ټپرۍ د میلان ښار په مرکزي میدان پیازا دل دوامو کې جوړې شوې وې.
د دې نندارې موخه د اقلیمي بدلون په هکله پوهه زیاتول او د ښارونو پر زرغونولو(سرسبزولو) ټینګار و.
دې ټپریو کې بوټي له ډیجیټل وسیلو سره نښلول شوي وو چې د اوبو، تودوخې، رطوبت او مغزي موادو اندازه یې ولګېږي او د روغتیا وضعیت یې معلوم شي.
هغه ټپرۍ چې بوټي پکې اېښودل شوي وو، پنځه متره لوړ کریسټالي بام یې درلود او له لارې یې د لمر رڼا د نازکو وسیلو له لارې اخیستله، چې په ډینامیک ډول فیلتر یا چاڼ کېده.
د دې ټپریو په بام داسې فتوولیتایک وسیلې لګېدلې وې چې د پاکې سړې یا ګرمې انرژۍ په تولیدلو سره یې د ټپریو هوا ژمنۍ یا دوبنۍ کوله.
پوهاند راتي وايي، اوس اقلیمي بدلون ډېر شوی، ډېره مهمه ده چې دا بدلون د سمون په راوستلو سره په هغو کې ووینو او تجربه یې کړو.
هغه زیاتوي، دا ضروري ده چې خړ کانکرېټي ښارونه بیا زرغون (سرسبز) کړو.
له دې مخکې هم میلان کې د "عمودي ځنګل" په نوم د اسمان څکو جوړولو سره د دې ښار د زرغونوالي هڅې وشوې.
دا ودانۍ اوس د دغه ښار په پورتا نو واوا سیمه کې د سیل زړه راښونکي ځایونه دي.
د بوري سټوډیوز ودانګرۍ شرکت دا ودانۍ پر ۲۰۱۴ کال جوړې کړې.
په دغو څو پوړیزو ودانیو کې چې زرګونه کسان ژوند کوي، ۲۰ زره بوټي او ۹۰۰ ونې لګول شوې دي.
اوس چین د دې شرکت ودانګرو ته سپارښتنه کړې چې د دغه هېواد د لومړنۍ ښاري زرغونوالي فضا- لیوژو ځنګل ښار- جوړ کړي.
ټاکلې ده دا پروژه په چین کې پر ۲۰۲۰ کال پیل شي او پکې دفترونه، کورونه، هوټلونه، روغتونونه او ښوونځي ټول په بوټو او ونو وپوښل شي.
دا ښار چې د ۳۰ زره کسانو د ژوند لپاره پام کې نیول شوی له جوړېدلو وروسته به ۱۰ زرته ټنه کاربن ډای اکسایډ ګاز او ۷۵ ټنه ککړتیا جذبوي.
په ورته بهال به ۹۰۰ ټنه اکسېجن تولیدوي.
دغې موخې ته د رسېدو لپاره له سلو ډېرې ډول ډول ۴۰ زره ونې او نږدې یو میلیون بوټي کارول کېږي.
دا شرکت اوس په پاریس او د هالند او هنګري په څو ښارونو کې د استوګنې سیمو کې د عمودي ځنګلونو د جوړولو پروژې پر مخ بیايي.
د دې کمپنۍ یو ودانګر ستفنو بایري وايي، باید په پام کې ولرو چې ښارونه ۷۵ سلنه کاربن ډای اکسایډ تولیدوي او ځنګلونه یې یواځې ۳۰ تر ۳۵ سلنه جذبوي:
"نو ښارونو کې د ونو له زیاتولو پرته بله لار نه لرو".
دا چې د کار او ژوند لپاره ښارونو ته د خلکو تګ ډېر شوی د ښارونو د زرغونوالي اړتیا هم ډېره شوې ده.
ښاریتوب ډېرېدل د سړکونو د بیروبار او ککړتیا سبب دي، خو د شنې سیمې ډېرېدل نه یواځې روغتیا ښه کوي، بلکې د هوا په ښه والي او په ښار کې د لوګي او ګرمي کمېدو سبب هم کېږي.
څېړنې ښيي چې شنه دېوالونه تر ۳۰ سلنې ککړتیا او د سږو ناروغیو خطر کموي.
غلچکې زرغونتیا
لندن کې د خوراکي بس تمځی(Edible Bus Stop) په نوم شرکت ان د کوچنیو سیمو د زرغونولو کار کوي.
دا کمپنۍ په ښار او په تېره د بسونو تمځیو ته نږدې د ګلونو او بوټو کرلو لپاره له خلکو مرسته غواړي.
خلک په دواوطلب ډول د سیمو په زرغونتیا(سرسبزي) کې برخه اخلي.
په دې دلیل ورته غلچکي زرغونول وايي.
د برېسټل په ګډون د برتانیا ځینې ښارونه د خپلو پارکونو لپاره پوره بودیجه نه لري او خپله شنه سیمه ښه نشي ساتلی.
لندن د ټولې برتانیا ۱۳ سلنه انرژي تولیدوي او د دې انرژۍ ۲ سلنه د ښاري ټرانسپوټ په وسیله تولیدېږي.
د خطرناکو ګازونو د خپرېدو د کمولو لپاره د شنو تمځیو جوړول د لند ښاروال یوه مهمه ژمنه ده.