BBC
 شاته

د افغان ځواکونو رنجرز ګاډي څه حال کې دي؟

د يوې نيمې لسيزې هلو ځلو او هم ميليارډو ډالرو لګښتونو سره سره افغان امنيتي ځواکونه لا اوس هم په مسلکي ډول په خپلو پښو نه دي درېدلي. د راپورونو له مخې نړیوالې ټولنې اوس افغانو پولیسو ته د رنجرز ګاډو مرسته ځکه درولې چې د چارواکو په وينا يې د وسيلو د حال او برخليک کره رپوټونه نه ورکول کېږي. افغان کورنیو چارو وزارت وایي د رنجرز ګاډو کره شمېرې ځکه ورسره نشته، چې په وينا يې ګڼ شمېر ګاډي په جګړو کې زیانمن شوي او له منځه تللي دي. نور حال له کابله د نجما ځلا په رپوټ کې.