یونیسف: وچکالي او خوارځواکي افغان ماشومان ګواښي
ملګري ملتونه وايي، وچکالۍ او خوارځواکۍ په افغانستان کې شاوخوا نیم میلیون ماشومان له خطر سره مخ کړي دي.
دې سازمان ویلي، په وروستیو کلونو کې د باران کم ورښت، د خوړو او د څښاک وړ اوبو کموالی په ماشومانو کې د خوارځواکۍ زیاتېدو لامل شوی.
د دې بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې وچکالۍ د افغانستان ۲۲ ولایتونه اغېزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف خبرداری ورکړی چې وچکالۍ د شاوخوا یو ملیون کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.
د دوی په منځ کې نیم میلیون یې ماشومان ښودلي.
د دې ادارې په باور په راتلونکو میاشتو کې به دا شمېر دوو ملیونو کسانو ته ورسیږي.
یونیسف وايي چې د افغانستان لس ولایتونه د څښاک وړ اوبو او د خوړو له کمښت سره مخ دي، او د دې ولایتونو د اوبو له شلو تر دېرش سلنه زېرمې وچې شوې دي.
د یونیسف د رسنيو برخې سلاکار احمد نوزادي وايي، د افغانستان دولس ولایتونه له وچکالۍ په جدي ډول زیانمن شوي دي.
یونیسف وايي، په دغو ولایتونو کې د خوارځواکۍ کچه له پخوا راهيسې لوړه وه او د اړتیا وړ خوړو او پاکو اوبو کمی کولای شي په دې ولایتونو کې وضعیت لا پسې خراب کړي.
وړاندې ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې ۱۳ میلیونه خلک د خوړو له کمي سره مخ دي.
یونیسف وايي، وچکالي په پسرلي کې زیاته شوې ده.
یونیسف: "د افغانستان هرو ۲۵ نوزیږدو ماشومانو کې یو مري"
نړیوال بانک: د زیږون پر مهال د افغان میندو مړینه کمه شوې
ککړه هوا د نوزېږو ماشومانو مغز ته زیان رسوي
دغه نړیوال بنسټ له وچکالۍ سره د افغان دولت مبارزې ته په اشارې سره ویلي، د دې ادارې او اړوندو همکارانو څېړنې ښيي چې په افغانستان کې ۹۲ زره ماشومان او څه باندې اته زره میندواره مېرمنې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دا اداره وايي، د دې خلکو د ستونزو حلولو لپاره لس میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
هر کال د مني په موسم کې خوارځواکي په منځني ډول پنځه ویشت سلنه زیاتیږي.
اوسمهال په افغانستان کې یو نیم میلیون ماشومانو او نږدې نیم میلیون میندواره ښځې او تی ورکونکې میندې له خوارځواکۍ کړیږي.