BBC
 شاته

نواز شریف: پاکستان کې ولسواکي نه، بدترینه دیکتاتوري ده

د انځور حقوق .
Image caption نواز شریف وايي، لوی قاضي خپله خبرې کوي، خو د نورو خوله چوپوي.

د پاکستان پخوانی نا وړ شوی لومړی وزیر او د واکمن مسلېم لیګ ګوند مشر نواز شریف وايي چې دغه هېواد کې ولسواکۍ نه بلکې د لوی قاضي میا ثاقب نثار خورا "بدترینه دیکتاتوري" ده.

د حساب ور کونې محکمه کې رسنیو ته خبرو کې نواز شریف زیاته کړه چې پاکستان کې اوس څه روان دي له قضايي مارشلا کم نه دي.

ښاغلی شریف زیاتوي، چې د نږدې دوه سوه شل ملیون وګړو خوله تړل د منلو نه دي.

د هغه په خبره، دومره بندیزونه د دیکتاتورۍ وخت کې نه و لکه اوس چې لیدل کېږي.

"هره ورځ داسې پرېکړې کېږي چې هیڅ منطق نه لري".

* پر نواز شریف د څپلیو ګوزارونه

* د محکمې په حکم پسې نواز شریف هم له دندې استعفا وکړه

* نواز شریف؛ سوداګر چې له ستونزو او فساد ډک دولت یې اداره کاوه

پخواني لومړي وزیر دا هم وویل، چې د ده پرضد شویو دوسیو کې ده ته د سزا ور کولو پوره هڅه د دې لپاره کېږي چې د سترې محکمې هغه پنځه قاضان خوشال شي چې دی یې نا وړ کړ او پرضد د پلټنو حکم وکړ.

هغه دا هم وویل، چې اوسنی پارلمان واک او ځواک نه لري او پرېکړې به راتلونکی پارلمان کوي.

ښاغلي شریف له خبریالانو سره خبرو کې زیاته کړه، چې لوی قاضي هره ورځ روغتون ته ځي او د سبو بیې له ځان سره اخلي، نو د هغه کس کور ته دې هم ور شي چې دوسیه یې له ۳۰ کلونو فیصله شوې نه ده.

نوموړي لوی قاضي تورن کړ چې خپله خبره کوي، خو نورو ته د خبرې وخت نه ور کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نواز شریف له ناوړ کېدو وروسته یې مېرمن کلثوم نواز د پارلمان څوکۍ وګټله.

له بلې خوا سترې محکمې وویل، د کومو شخصیتونو ژوند چې خطر کې وي له قانون سره سم دي امنیتي ځواکونه ور کړل شوي.

د سترې محکمې قاضي په دغه برخه کې وویل، چې نواز شریف پخوا لومړی وزیر و او د قانون له مخې امنیتي ځواکونه باید ور کړل شي.

څو ورځې مخکې دغې ادارې د نواز شریف په ګډون له هغو سلګونو کسانو زرګونه امنیتي ځواکونه وغوښتل چې د امنیت لپاره یې ګومارل شوي وو.

له دې پرېکړې وروسته د نواز شریف لور مریم نواز وویل، که پر پلار یې څه وشي مسوول به یې لوی قاضي ثاقب نثار وي.