BBC
 شاته

"د جنرال دوستم د راستنېدو په اړه خبرې روانې دي"

عبدالرشید دوستم د انځور حقوق FVP AFGHANISTAN
Image caption جنرال دوستم له تېر یوه کال راهیسې په ترکیه کې مېشت دی

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي چې له ترکیې نه د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د راستنېدو په اړه خبرې روانې دي.

د دغه ریاست چارواکي د خبرو څرنګوالی نه ښيي، خو وایي هیلې شته چې په دې اړه یوې پایلې ته ورسیږي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ترکیې صدر اعظم هم کابل ته د سفر پر مهال له افغان چارواکو سره د جنرال دوستم په راستنېدو غږیدلی و.

په راتلونکې می میاشت کې ترکیې ته د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د تللو یو کال پوره کیږي، خو لا هم د هغه برخلیک او سیاسي راتلونکی روښانه نه دی.

په دې موده کې د هغه څوکۍ هم تشه ده او د لومړۍ مرستیالۍ چارو ته کوم چارسنبالی هم نه دی ټاکل شوی.

اوس اجرائیه ریاست وایي چې د ښاغلي دوستم د راستنېدو په اړه د حکومت دننه خبرې پیل شوي دي.

د دغه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي بي بي سي ته وویل، د ښاغلي دوستم نشتوالي پر روانو چارو منفی اغیز کړی دی.

جنرال دوستم او یوشمیر ساتونکي یې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره په ناوړه بشري چلند تورن دي.

Image caption احمد اېشچي وایي، جنرال دوستم او ساتونکو یې پر ده جنسي تېری کړی

محکمې په غیابي ډول د ښاغلي دوستم ۷ ساتونکو ته د بند سزا هم واوروله، خو د بي بي سي مالومات ښيي چې پر دغو ساتونکو سزا عملي شوې نه ده.

اجرائیه ریاست وايي، حکومت په دې هڅه کې دی چې د ښاغلي دوستم حقوقي قضیې ته حل لاره پيدا کړي. عدلي او قضایي ارګانونه هم په دې قضیه پټه خوله دي.

ښاغلی دوستم نژدې کال وړاندې له همدې تورونو وروسته د درملنې په نوم ترکیې ته ولاړ، خو اوس داسې ښکاري چې دی په تعبید کې دی.