BBC
 شاته

د ماشومانو مړینه کې کمی

يونيسېف وايي سره له دې چې د ۱۹۹۰ مو کلونو پرتله د ماشومانو مړينه دوه برابره کمه شوې، خو بيا هم وايي لا ډېرې کورنۍ خپل ماشومان په تېره بيا له زېږون وروسته موده کې بېوخته او بې اړتيا بايلي، او په روغتيايي چلن، پر وخت او مناسب پام او درملنې د دغو ډېرو مرګونو مخنيوی کېدی شي.

کابل کې آریا احمدزۍ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د روغتیايي برخو مسوول ډاکټر عبدالملک فیضي سره خبرې کړې، او پوښتلی يې دی چې د څېړنو له مخې يې د مور او ماشوم د مړینې ستر لاملونه څه دي؟