BBC
 شاته

ټرمپ: که سوریه کیمیایي وسلې وکاروي بیا هم برید کوو

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا ولسمشر وايي، که سوریه پر خپلو وګړو نور کیمیايي بریدونه وکړي، نو واشنګټن به هم بیا بریدونه پر وکړي.

دا خبرداری له هغه وروسته دی چې واشنګټن له برتانیا او فرانسې سره په ګډه سوریه کې هغه درې ځایونه په نښه کړل چې دوی یې د بشار اسد حکومت د کیمیايي وسلو مرکزونه بولي.

امریکا وايي، په دغه برید کې یې د سوریې د حکومت د اتومي وسلو اصلي پروګرام په نښه او شل یا فلج کړ.

د امریکا دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل، حمص او دمشق ته نږدې یې په دریو مرکزونو په برید سره د سوریې د کیمیايي وسلو پروګرام کلونه شاته وغورځاوه.

د پنټګان یو لوړ پوړی چارواکی جنرال کنټ مککنزي خبرغونډې ته وویل، دا بریدونه کره، پرېکند او اغېزناک وو:

"په تېره د دمشق شمال ته په برزه کې د سوریايي پوځ د کیمیايي پروګرام د پراختیايي او څېړنیز مرکز بمبارول".

غبرګونونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې ولسمشر وايي، دوما کې د کیمیايي وسلو برید ډرامه او دا پر سوریه د برید پلمه وه.

د امریکا ولسمشر یوه ټویټ کې دا بریدونه ستایلي او ویلي یې دي: تېره شپه خورا ښه برید وشو، د ښه پوځي ځواک او وړتیا له امله د فرانسې او برتانیا مننه. له دې ښې پایلې ترلاسېدلی نه شوې، عملیات بشپړ شوي دي.

له بلې خوا د روسیې ولسمشر دا برید غندلی او ویلي یې دي دوما کې کیمیايي برید ډرامه وه او دا پر سوریه د برید پلمه وه.

د سوریې ولسمشر بشار اسد هم د دغه هېواد پر خاوره د امریکا او ملګرو بریدونه یې د نړیوالو قوانینیو ښکاره خلافورزي بللې ده.

د ایران مذهبي مشر دا برید داسې جرم بللی چې امریکا او ملاتړو ته یې ګټه نه رسوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د برید هرکلی کړی او د بشار اسد پرضد یې مناسب ګام بللی دی.

امنیت شورا کې ناندرۍ

د انځور حقوق AFP
Image caption امنیت شورا کي د بریدونو د غندلو لپاره یواځې چین او بولیویا د روسیې په ملاتړ رایه ور کړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې روسیې ـ چې د سوریې اصلي ملاتړی دی- د امریکا او ملګرو دغه برید د غندلو لپاره پرېکړه لیک وړاندې کړ، خو ونه منل شو.

دغه پرېکړه لیک ته اته منفي او څلور سپینې رایې ور کړل شوې او یواځې چین او بولیویا د روسیې په ملاتړ رایه واچوله.

دا ناسته د امریکا او روسیې د استازو په خپلمنځي ناندریو هم بدله شوه.

د روسیې استازي د امریکا سیاست د نوي ښکېلاک په مانا وباله.

واسیلي نبنزیا وویل، اوس د دې وخت دی چې امریکا په نړیوال ډګر کې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې ګام پورته کړي.

خو د امریکا استازې دی د بشار اسد د ملاتړ لپاره په ناسمو معلوماتو خپرولو تورن کړ.

نیکي هیلي زیاته کړه، چې دا بریدونه د غچ یا ځواک ښودلو لپاره نه بلکې د دې لپاره و چې د کیمیايي وسلو د کارولو وړتیا له منځه یوسي.

کوم ځایونه په نښه شوي؟

د انځور حقوق Press Association
Image caption په دې بریدونو کې کروز توغندي کارول شوي دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال ژورف ډانفورډ وايي، په دغو بریدونو کې درې سیمې په نښه شوې دي.

  • په دمشق کې څېړنړیز مرکزونه، چې د کیمیايي او بیولوجیکو وسلو له تولیدولو سره تړلي دي.
  • د حمص په لوېدیځ کې کیمیايي سلاکوټونه.
  • حمص ته نږدې کیمیايي سلکوټونه او د یوې مهمې قومندانۍ مرکز.
  • المزه پوځي هوايي اډه کې سلاکوټ چې د جمهوري ګارډ پورې تړلی دی.

د ۶۵ توغندیو شنډول

برتانیا کي د سوریي د انساني حقونو څارډله وايي، حکومتي ځواکونو د امریکا او ملګرو ۶۵ توغندي شنډ کړي دي.

له دې مخکې روس ویلي و چې د سوریې دفاعي ځواکونو د امریکا او ملګرو ۱۰۳ توغول شوو توغندیو کې ۷۱ له منځه وړي دي.

مسکو دا هم ویل، چې په کومو سیمو کې د دوی ځواکونه دي هلته دا بریدونه نه دي شوي.

روسي چارواکي وايي، د امریکا او برتانیا بریدونه یې څارل خو د فرانسې یې نه دي څارلي.

د دوی په خبره، په دغو بریدونو کې پوځي یا ولسي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا برید ولې وشو؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption سوریه، روسیه او ایران وايي، حکومتي ځواکونو دوما کیمیايي برید نه دی کړی.

د سوریې پلازمېنې ته څېرمه دوما کې تېره شنبه د ادعايي کمیايي برید وروسته امریکا په سوریه کې د پراخو بریدونو خبره وکړه.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، په هغه برید کې ۷۰ کسان وژل شوي او نږدې ۵۰۰ نور ټپیان دي.

بشار اسد او د هغه ملاتړو روس او ایران دا کمیايي برید رد کړ او مخالفان یې مسوول وبلل.

روسیې دا هم ویل، چې امریکا دغه پېښه پر سوریه د برید لپاره پلمه کوي او خبرداری یې ور کړ چې که داسې کېږي، نو د جګړې پیلېدلو امکان شته.

خو د امریکا حکومت ویل، "ډېر باوري سندونه" یې موندلي، خو لا هم په دغه "کیمیايي" برید کې کارول شوي موادو جوړښت ارځوي.

اوس د امریکا ولسمشر وايي، پر سوریه اوسنۍ برید د دې لپاره شوی چې د کمیايي وسلو د کارولو، پراختیا او تولید مخه ونیول شي.