BBC
 شاته

سوریې پر قطر نیوکې کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې رسمي غبرګون د دغه هېواد رسمي خبري آژانس سنا خپور کړی دی.

د سوریې حکومت پر قطر کلکې نیوکې کړي چې پر دغه هېواد وروستي هوایي برید کې یې له امریکا، برتانیا او فرانسې سره همکاري کړې ده.

دا نیوه که پر داسې مهال راځي چې قطر پخپله د سعودي، متحدو عربي اماراتو او مصر له سمندري کلابندۍ سره د مخامختیا پر مهال د ایران پر هوایي اکمالاتو تکیه درلوده چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد نژدې متحد دی.

د سوریې رسمي غبرګون د دغه هېواد رسمي خبري آژانس سنا خپور کړی دی.

د بهرنیو چارو یوې نانومېدلې سرچینې دغه آژانس ته ویلي چې "د سوریې عربي جمهوریت د قطري شېخواکۍ د مشرانو پر دې شرموونکي دریځ خپله کرکه څرګندوي چې د لوېدیځ امپریالیزم د درې ګونې ټلوالې ملاتړ یې کړی". په وینا کې راغلي چې دغو هېوادو په قطر کې د العُدید امریکایي هوایي اډه کارولې چې پر سوریه د هغه په ټکو خپله کرکجنه لاوا یا اوبلن اور ورخوشې کړي.

دغې سرچینې قطر تورن کړی چې په سیمه کې د سوریې په څېر عربي دولتونو د څپ څپانده کولو له پاره د اخوان المسلیمن او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

امریکا، برتانیا او فرانسې په سوریه کې دننه څو ځایونه له هوا نه ویشتلي، خو دا لا پوره جوته نه ده چې دغه بریدونه له کومه ځایه ترسره شوي دي.

برتانیا وایي په دغه برید کې یې څلور ټورنېډو ډوله جنګي الوتکې کارولې دي. د فرانسې د ولسمشر پر ټویټر پاڼه هم د هغو الوتکو ویډیو ښودل شوې چې په دغو عملیاتو کې د ګډون له پاره پورته کېږي.

خو د امریکا یوه پوځي چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې په دغه برید د امریکا له لوري ټاماهاک کروز توغندي کارول شوي دي. د روسیې او سوریې دفاعي چارواکو تر لسو د ډېرو توغندیو د غورځولو خبر ورکړی، خو نور جزییات وړاندې شوې نه دي.

لا تر اوسه جوته نه ده چې پر سوریه د لوېدیځ په هوایي ګوزارونو کې د قطر مرسته به له ایران سره د هغه هېواد پر اړیکو څه اغېز وکړي. تهران له سعوي عرب او ملګرو سره په جړه کې د قطر خوا نیولې وه.