د پارلماني ټاکنو لپاره نوم لیکنه پیل شوه
د افغانستان په ښارونو کې پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ته د رایې ور کولو لپاره په رسمي ډول نوم لیکنه پیل شوه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پارلماني ټاکنو لپاره د نوم ليکنې بهیر پېل او په دې ترڅ کې يې لومړنی عملي ګام پورته کړ.
ښاغلي غني، لومړۍ میرمنې او د کابینې یو شمېر غړي د ارګ ماڼۍ ته نژدې اماني عالي لیسې ته لاړل او د رایې ورکوونکو په توګه یې خپل نومونه ثبت کړل.
د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د پارلماني ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه.
ولسمشر غني بیا خلکو ته ډاډ ورکړ چې په را روانو ټاکنو کې به د درغلیو او لاسوهنې مخنیوی وشي.
د کابل په ګډون ټولو ښارونو کې نن سهار د نوملیکنې بهیر پیل شو او والیانو په ۳۴ ولایتونو کې نوملیکنه وکړه.
په لومړۍ ورځ د نوملیکنې مرکزونو کې ډېره ګڼه ګوڼه نه وه.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د نوملیکنې بهیر به په دوو پړاونو کې ترسره کېږي چې لومړی پړاو یې په ښارونو کې تر یوې میاشتې په ۱۵۰۰ مرکزونو کې ترسره کېږي او دویم پړاو به یې په ولسوالیو او کلیو کې وي، هلته به د نوملیکنې مرکزونه تر ۱۵ ورځو پرانیستي وي.
د کمیسیون اټکل دا دی چې په هېواد کې له ۱۲ تر ۱۵ میلیونه پورې وګړي د رايې ورکولو پر شرایطو برابر دي.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د اعلان پربنسټ پارلماني ټاکنې به د تلې میاشتې پر ۲۸ مه ترسره کېږي.
د افغانستان د اوسني پارلمان اتم کاري کال پیل شوی چې په اصل کې يې درې کاله مخکې وخت پای ته رسیدلی و.
په افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نانندریو په خپل وخت د ټاکنو ترسره کول له خنډ سره مخامخ کړل او دغه هېواد یې سیاسي کړکیچونو کې راګیر کړ.
افغان ولسمشر د ټاکنو کمیسیون ته سپارښتنه وکړه چې له پارلماني ټاکنو سره هممهاله د راتلونکي کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم چمتوالی ونیسي.
د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو نوملیکنه داسې مهال پیل شوه چې لا هم د ټاکنو په اړه امنیتي اندېښنې شته.