BBC
 شاته

''ښځې د حاجي علي زیارت ته دننه ورتلای شي''

Image copyright Haji Ali Dargah Trust
Image caption ۲۰۱۱ کال کې مېرمنو ته اجازه ورکول کېده، چې حاجي علي زیارت ته دننه ورشي، خو وروسته یادې ټولنې پر مېرمنو زیارت د نه ننوتو بندیز ولګاوه

د هند ممبۍ ښار یوې محکمې ښځو ته اجازه ورکړې، چې حاجي علي نومي زیارت ته دننه ورتلای شي.

له دې مخکې ښځو ته د زیارت له دروازې د دننه تلو اجازه نه ورکول کېده.

په رسمي توګه د دغې اجازې تر لاسه کولو لپاره د مسلمانو مېرمنو فعالانو یوې اتحادیې ' مسلم مهیلا اندولن ' محکمې ته عریضه کړې وه.

په عریضه کې غوښتنه شوې وه، چې ښځو ته هم باید د نارینه وو په څېر اجازه ورکړله شي، چې زیارت ته دننه لاړې شي.

د عامه ګټو دغې عریضې په اړه محکمې پرېکړه وکړه، چې ښځو ته هم باید دغه زیارت ته د ننوتو اجازه ورکړله شي.

خو د محکمې دغه پرېکړه به سملاسي نه عملي کېږي. د حاجي علي زیارت د چارو سمبالونکي وايي دوی به دغه پرېکړه په ستره محکمه کې وننګوي.

د زیارت چارو سمبالونکې ټولنې ویاند عبدالستار څو میاشتې مخکې بي بي سي ته ویلي و، چې که مېرمنې د زیارت دروازې پورې ورځي کومه ستونزه نه شته، خو په وینا یې زیارت ته دننه د مېرمنو ورتګ مناسبه چاره نه ده. د هغه په وینا:

'' اوس هم مېرمنې زیارت ته راځي، خو هغوی اجازه نه لري، چې زیارت ته لاس وروړي.''

۲۰۱۱ کال کې مېرمنو ته اجازه ورکول کېده، چې زیارت ته دننه ورشي، خو وروسته یادې ټولنې پر مېرمنو زیارت د نه ننوتو بندیز ولګاوه.

د هند په ډېرو زیارتونو او دغه راز د هندوانو معبدونو ته د مېرمنو پر ننوتو بندیزونه لګېدلې او د ښځو حقونو فعالانو دې لړ کې محکمو ته د بندیزونو لرې کولو لپاره عریضې کړې.