د اپل فعالیت سیسټم کې نیمګړتیاوې معلومې شوې
د مشهورې امریکايي کمپنۍ اپل په 'ای او ایس' نومي سیسټم کې داسې نیمګړتیا په ګوته شوې، چې که د دغې کمپنې هرې یوې الې کې یو ځانګړی لینک کېکاږل شي، کېدای شي ' څارګر سافټ ویر ' پکې ډاونلوډ شي.
د اپل دغه نیمګړتیا هغه مهال معلومه شوه، چې د بشري حقونو یوه مدافع وکیل احمد منصور کمپنۍ ته د هغو نااشنا پیغامونو په اړه وویل، چې ده ته رسېدلي.
د احمد منصور له لوري د معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته د ایپل خوندیتوب ماهرینو درې ناپېژانده نیمګړتیاوې موندلې. اپل د دغو نیمګړتیاوو له منځه وړلو لپاره یو نوی سافټ ویر پیچ خپور کړی دی.
د ایپل خوندیتوب پر چارو دوه ګومارل شوي شرکتونه، سټیزن لیب او لوک اوټ چارواکي وايي، دوی د نیمګرتیاوو له منځه وړلو مخکې په دې اړه معلومات نه وو خپاره کړي.
د عربي متحدو اماراتو اوسېدونکي احمد منصور د اګست په لسمه او ۱۱ مه دغه پیغامونه موندلي وو.
پیغامونو کې احمد منصور ته ویل شوي وو، چې که ورته لېږل شوي لینکونه کېکاږي د متحدو عربي اماراتو په زندانونو کې به له زندانیانو سره د ناوړه چلند په اړه معلومات ومومي.
د سټیزن لیب چارواکي وايي که ښاغلي منصور دغه لینکونه کېکاږلي وای، ای فون ۶ ډوله ګرځنده ټیلیفون به یې ' جیل بروکن ' شوی و، چې له کبله یې دغه موبایل ته بیا غیرقانوني سافټ ویرونه کښته کېدای شوای.
د سټیزن لیب په وینا دې سره به د ښاغلي احمد په جیب کې پروت موبایل پر یوه الیکترونیکي څارګر اوښتی وای.
دوی وايي دې سره د هغه د موبایل د کامېرې او مایکروفون له لارې نه یوازې د هغه شاوخوا څارنه ممکنه وه، بلکې پر وایبر او واټس اپ هغه ته لیږل شوي غږیز پیغامونه هم اورېدل کېدای شوای.