شاته

هلمندکې د بې پیلوټه الوتکې برید کې طالبانو یو مرکز په نښه شوی

د هلمند ولایتي چارواکي او طالبان د چاه انجیر په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د تیرې شپې په برید کې د نږدې ۳۰ کسانو د وژل کیدو په اړه بیلا بیلې ادعاوي کړي دي.

هلمند کې سیمه ایز چارواکي، وایي تیره شپه د دغه ولایت مرکز لښکرګاه سره نږدې د چاه انجیر په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د نادعلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی نظامي مسول کوکو اغا په ګډون ۲۴ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د چاه انجیر د " ۳۱ غربي" په سیمه کې د طالبانو پر دغه مرکز دا هوایي برید د افغان ځواکونو له خوا د دوو ورځو لپاره د مرکز د څارنې وروسته شوی دی.

ښاغلي حیات وویل " د برید سیمه د جګړې لومړۍ کرښه ده، وسله وال کسان به دې مرکز تلل راتلل او غونډې یې جوړولې چې په دې هوايي برید کې د نادعلي ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نظامي مسول مولوي کوکو په شمول ۲۴ وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي".

د هلمند والي وویل چې په دغه برید کې عامو وګړو ته د سر کوم زیان نه دی رسیدلی.

د چاه انجیر د سیمې یوتن اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل، چې په هوايي برید کې د وسله والو طالبانو یو زندان چي وسله والو په کې خپل بندیان ساتل ، په نښه شوی چې له امله یې طالب وسله والو ته د سر د زیان سربیره یو شمیر بندیان هم وژل شوي دي .

خو د هلمند ولایت والي حیات الله حیات د طالبانو پر زندان باندې د بې پیلوټه الوتکې د برید ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل، چې وسله وال طالبان خپل زندانیان په شمالي هلمند کې ساتي.

د هلمند والي وویل، چې په تیرو دریو میاشتو کې په نوزاد او ځینو نورو ولسوالیو کې د وسله والو له زندانونو څخه افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترځ کې په لس ګونو زندانیان ازاد کړي دي.

د دغې سیمې یو اوسیدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په دغه برید کې د طالب وسله والو سربیره د افغان امنیتي ځواکونو یو شمیرهغو منسوبینو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې چې د نادعلي ولسوالۍ د لويې مانده په سیمه کې د سخت مقاومت وروسته یا له وسله والو سره پخپله یوځای شوي وو او یاهم طالب وسله والو ته په جګړه کې ژوندي په لاس ورغلي وو.

خو طالبانو په یو بیان کې ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې په دغه برید کې د نادعلي ولسوالۍ د ژیاړ پل په سیمه کې د دغې ډلې یو زندان په نښه شوی چې له امله یې ۲۲ بندي عسکر او پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي، چې دا بندیان یې د هلمند ولایت په وروستیو جګړو کې نیولي وو او په دغه زندان کې یې ساتل.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ادعا کړې چې دغې ډلې غوښتل چې دا بندیان نن خوشې کړي،او د همدې له امله یې د بندیانو خپلوانو ته هم دغې سیمې ته د ورتګ بلنه ورکړې وه چې هغوی اوس هم لا په سیمه کې دي.

همداشان طالبانو رسنیو ته هم بلنه ورکړې چې پخپله دا سیمه وګوري.

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته د نړیوالو ځواکونو د بیرته ستنیدو سره پر یوه وخت د دې ښار په شمالي څنډو څلورمه حوزه باباجي او د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر سیمو کې ګڼ هوايي بریدونه تر سره شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي