BBC
 شاته

افغان ولسمشر: سږ د پوهنې کال دی

د انځور حقوق EPA
Image caption د افغانستان نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري.

افغان ولسمشر د نوي کال وینا کې ۱۳۹۷ لمریز کال ته د پوهنې کال نوم ور کړ او له ولس یې وغوښتل چې د پوهنې د پراختیا لپاره ملي پګړه(حشر) وکړي.

نوموړي وویل، د کابینې او د ولس په مشوره دې کال ته د پوهنې نوم ور کړل شوی دی.

هغه دا هم وویل چې په دې تړاو به د پوهنې په ورځ- چې ښايي د شنبې ورځ به وي- خپل پلان له افغان ولس سره شریک کړي.

محمد اشرف غني ارګ کې د وینا پر مهال له خلکو وغوښتل د هغو ماشومانو د زدکړو په برخه کې همکاري وکړي چې شمېر یې څو میلیونه دي او له زدکړو بې برخې دي.

"ټول به سږ کال ملا وتړو چې د افغانستان راتلونکی مطلب زموږ بچیان چې لوړه او نجونه دي د زدکړو برخه کې موقع ور کړو".

نوموړي په ښوونیز نصاب کې ستونزو ته په اشارې وویل، چې ښوونیز نصاب کې بنسټیز سمون پکار دی :

"هغه بنیادي اصلاحات به د پوهنې نظام کې راشي چې ولس یې غواړي، زه په ټول ولس ناره کوم چې د پوهنې برخه کې ملي حشر وکړي".

اشرف غني دا هم وویل، چې روان کال کې به رڼې او مسوولانه پارلماني ټاکنې کېږي او راتلونکي کال ته به د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره تیاری نیول کېږي.

"راتلونکو شپږو اونیو کې به د دې ټاکنو لپاره ټولو هغو اړخونو ته چې د حکومت اراده، امکاناتو او همغږۍ پورې تړلي زه خپله توجه وکړم".

سوله

د انځور حقوق ارگ
Image caption ولسمشر غنِي وايي راتلونکې ټاکنې به رڼې او له مسوولیت ډکې وي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي افغانانو ته د نوي کال مبارکي ویلي.

تادامیچي یاماموتو په اعلامیه کې هیله ښودلې چې دا کال د افغانانو ترمنځ د سولې او یووالي د ارزښتونو په برخه کې د پرمختګ کال وي.

افغان ولسمشر هم چې افغانان د سولې راتللو برخه کې اجماع لري، خو ویې ویل په دې برخه کې به خنډونه هم وي.

د سولې برخه کې به خنډونه وي، خو باید دا خنډونه د دې سبب نه شي چې موږ خپل هدف له لاسه ور کړو.

نوموړي د کابل بهیر غونډه کې وویل، چې له وسلوالو طلبانو سره له مخشرطونو پرته خبرو ته چمتو دی.

د افغان حکومت اجرایه مشر هم خپل پیغام کې ویلي چې ولس د سولې او امنیت ټګی دی.

له مخالفووسلوالو ډلو غواړم چې د سولې بهیر سره یو ځای شي او له هغې جګړې لاس واخلي چې د سیمې د استخباراتو د موخو لپاره ده.

تېرو ورځو کې د سولې عالي شورا هم وویل، که طالبان سولې ته چمتووالی وښيي دوی هرځای ورته دفتر پرانیستلی شي.

تراوسه وسلوالو طالبانو په دې تړاو پرېکند ځواب نه دی ویلی، خو تېر کې په دې دریځ و چې د افغان حکومت په ځای له امریکا سره د سولې خبرې کوي.