BBC
 شاته

د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ولې کمېږي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د ډالر ارزښت لوړېدل پاکستان کې د ګرانۍ د توپان په څېر څرګند شو.

پاکستان کې د سې شنبې په ورځ د ډالر بیه ۱۱۵،۵۰ روپیو ته پورته شوه.

صرافان او کارپوهان وايي، لامل یې له نړیوالو مالي ادارو سره د پور ور کولو په ژمنو نه درېدل دي.

د پاکستان سټېټ بېنک مارکېټ کې د ډالر د غوښتنې ډېرېدل د هغه د لوړېدلو سبب بولي، خو ونډه وال(سټاک هولډر) په دې خبره ډېر باور نه کوي.

د یادولو ده چې د ۲۰۱۷ جولای کې د ډالر بیه ۱۰۶ روپۍ وه.

د پاکستان د ونډو کمپنۍ ټولنې مشر ظفر راجه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ای اېم اېف دا وايي، چې د ډالر اوسنۍ بیه د هغه د ارزښت سم انځور نه ښيي.

ای اېم اېف وايي د یو ډالر بیه به تر ۱۲۰ یا ۱۲۵ روپیو ورسېږي.

ظفر پراچه هم په دې باور دی چې د پاکستانۍ روپۍ یا کلدارې په مقابل کې د ډالر بیه لوړېدل وجه همدغه ده.

هغه پر حکومتي چارواکو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، په بهرنیو سفرونو کې له نړیوالو ادارو سره ژمنې کوي، خو دومره اخلاقي جرات نه لري چې خپل ولس ته ریښتیا ووايي.

د ارزښت پنځه سلنه لوړېدلو سره به د ګرانۍ توپان راشي، اغېز به یې په مختلفو برخو کې وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستانۍ روپۍ په مقابل کې د ډالر بیه نوره هم لوړېږي.

له بلې خوا اقتصادپوهه صفیه افتاب له بي بي سي سره خبرو کې وايي، د ای اېم اېف اوسني رپوټ کې ښکاره ویل شوي چې پاکستان کې د تبادلې زېرمې ډېرې کمې شوې دي، چې له امله به یې په پور پرې کولو کې له ستونزو سره مخ وي.

زما په اند، سټېټ بانک د ډالر دا بیه زیاته کړی، تېر ډیسمبر یې هم دا کار کړی و.

هغې زیاته کړه چې پاکستانی اقتصاد په وارداتو تکیا لري.

د ډالر د ارزښت زیاتېدو وروسته داسې خیال ده چې ښايي د وارداتو کچه کمه شي او صادرات زیات شي، خو د دې خبرې کومه زیمواري نشته.

نوموړې وايي د ډالر زیاتېدونکی ارزښت پر ولس اغېز کوي، په تېره چې د تېلو بیه لوړه شي او په دې سره ګراني هم زیاتېږي.

له بلې خوا ظفر پراچه اوس هم په دې نظر دی او وايي، موږ پر وارداتو تکیا کوو او حکومت په دې تړاو له بلې هر ډول پرېکړې مخکې اول باید د ونډه والو سره خبرې وکړي، ځکه له دې هرڅوک اغېزمنېږي.

د ډالر د بیې په زیاتېدلو سره له هېواد پانګه وځي، پانګه وال دلته نه راخي او دا له هرڅه تاواني دي.